IQNA

په سویډ کې د قرآن سوځوونکي د سپکاوي  دبیا تکرارولو خبره وکړه

15:33 - July 17, 2023
د خبر لمبر: 3487642
ایکنا-(سټاکهم) په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوي کونکي سلوان مومیکا یوځل بیا په سپين سترګیتوب سره وعده کړې چې  دې اونۍ کې به  بیا په سټاکهم کې  د قرآن کریم یوه نسخه او دعراق بیرغ  وسوځوي.

 ایکنا د وطن سرب له قوله راپور راکړ، د سویډ عراقي توکمه ښاریز سلوان مومیکا  په سپین سترګیتو ب سره وئيلي دي و چې  د قرآن د سوځونې  پيښه بیا  تکراروي .

د عراق د خارجه وزارت  له ډ يپلوماټيکو  تعقیبونو  او هغو اعتراضونو سره سره چې  په سویډ او  له دغه هیواده په بهر  او اسلامی نړۍ کې  راپورته شوي دي، ۳۷کلن مومیکا  په یوه ویډیوئي کلیپ کې  وئيلي دي چې په سویډ کې به د عراق د سفارت په وړاندې یو ځل بیا د عراق له بیرغ سره یو ځاي قرآنی نسخه هم وسوځوي.

دغه افراطي کس ووئيل، چې دې ځل  به دغه کار په سټاکهم کې  د عراق د سفارت په وړاندې ماسپښین یوه بجه  د جولائي په شلمه  دغه  کار ترسره کړي. هغه ټينګار کړی دی  قرآن او دعراق بیرغ به زه پخپله او زما عراقي دوست سلوان نجم وسوځوو.

هغه په سپين سترګیتوب سره وئيلي دي ،  د قرآن سوځولو به لاس وانخلي ،ترهغه مهال چې قرآن په بشپړ ډول بایکاټ نشي  یا د هغه د چټي ادعا په اساس  هغه  تحریف شوي آیتونه چې  وژلو ته لمن وهي ، ورڅخه حذف نشي.

د یادولو ده چې سلوان مومیکا  له دې مخکې په عراق کې د  یوه افراط پال او وژلو لرونکي وسلوال کس په توګه مخینه لري  چې   سویډ که کډوال شوی  او  له اسلام او مسلمانانو سره  دښمني لري او له سویډه  د ټولو مهاجرو  دویستلو غوښتونکی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4155581/  

captcha